سمنګان کې په کرونا ویروس له اخته ۶ کسانو ۴ یې بېرته روغ شوي

ارشیف

په سمنګان ولایت کې له شپږو کسانو چې په کرونا ویروس اخته وو، څلور یې روغ شوي دي.

دا خبره د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالخلیل مصدق پرون ماښام ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل: "د دوو کسانو د لومړیو معایناتو نتيجه هم منفي ده خو د دوهم معاینات نتيجه هم باید منفي وي، د معایناتو نتيجه مو په بلخ کې لابراتوار ته لېږلې ده، که هغه هم منفي شي دا دوه کسان هم روغ اعلانوو."

سمنګان له هغو ولایتونو دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پکې ډېر دی.

په دې ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوی شمېر په کندهار، کابل او هرات کې دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ اعلان کړ.