چارواکي: لغمان کې طالبانو ۲۰ تنه بندیان خوشې کړي

ارشیف

د لغمان چارواکو تائید کړه چې تېره ورځ په دغه ولایت کې طالبانو ۲۰ تنه زندانیان ازاد کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په لغمان کې ۲۰ تنه زندانیان له بنده خوشې کړي خو په خبره یې، معلومه نه ده چې خوشې شوي زندانیان حکومتي کسان دي او که ملکي.

دی وایي، څېړنې روانې دي څو معلومه کړي چې خوشې شوي زندانیان څوک دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نا تائید شویو راپورونو د ځينو سرچینو له قوله ویلي وو چې طالبانو په لغمان کې ۲۰ تنه بندیان چې په جکومت پورې اړه لري، خوشې کړي دي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په یوه استوي پیغام کې ویلي چې دغې ډلې د افغان حکومت ۲۰ بندیان له بنده خوشې کړي دي.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ په کندهار کې هم د شلو بندیانو د خلاصون خبر ورکړی و چې په وینا یې، د صره صلیب ټولنې ته یې سپارلي، خو د کندهار د امنیه قوماندان په خبره، خوشې شوي کسان ملکي وګړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت هم تر دې دمه له ۳۰۰ زیات طالب زندانیان له بنده ازاد کړي دي.