پوتین په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د بریا جشن ځنډولی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د بریا د ۷۵ کلیزې په مناسبت د جشن د ځنډېدو امر کړی.

پوتین پرون د اپریل په ۱۶مه نېټه په یوه امنیتي غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، د مسکو په سره ډګر کې د مې د نهمې په مناسبت د پراخ پوځي پریډ په ګډون ټول مراسم دې تر بلې خبرتیا وځنډېږي.

ولسمشر پوتین وویل د دې مراسمو لپاره تیاری باید له اوسه نیول شوې وای په داسې حال کې چې په روسیه کې د دې وبا اوج تر اوسه نه دی تېر شوی خو هغه په عین حال کې ډاډ ورکړ چې د وبا د خطر له تېرېدو وروسته به دا مراسم حتماً ترسره شي.

هغه زیاته کړه: "موږ به دا ګواښ چې ورسره مخامخ یو، له مخې لیرې کړو او بیا به حتماً د مې د نهمې په مناسبت ټول پلان شوي مراسم ترسره کړو."

د کریملین د پرېکړې له مخې د مې د نهمې نېټې په مناسبت مراسم د روسیې په نورو سیمو کې هم ځنډېدلې دي.

د روسیې حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې د روانې اپریل میاشتې تر پایه د ټول هېواد په کچه قسمي قرنطین اعلان کړی دی.

په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸ زره او د مړو شمېره یې ۲۳۲ ته رسېدلې ده.