افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰ ته ورسېد

ارشیف، هرات کې یو لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې تېر یوه شپه او ورځ ۵۶ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته کړې ده.

هغه ویلي په تازه شمېرو سره چې ۳۷یې یوازې د کابل دي په افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر ۸۴۰ ته پورته شوی دی.

د کرونا ویروس وروستیو اعلان شویو شمېرو له مخې د لوړ عمر لرونکو په پرتله ډېری ځوانان په دې ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د کرونا ویروس له امله ۳۰ کسان مړه شوي او ۵۴ کسان له درملنې وروسته روغ او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.