پومپیو: فارس خلیج کې د ایران وروستي اقدام ته پر ځواب غور کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ویلي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو بېړۍ په فارس خلیج کې په خطرناکه او ځوروونکې توګه د امریکايي پوځیانو کښتیو ته نږدې شوې دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې ډلې په خپل ټويتر پاڼه لیکلي چې امریکایي بېړۍ پرون په نړیوالو اوبو کې په تمرینونو بوختې وې چې د ایران بېړۍ ورنږدې شوې.

په دوام کې راغلي چې د سپاه یوه بېړۍ د امریکا د یوې بېړۍ ۱۰ مترۍ ته نږدې شوه او بله یوه‌یې له ۵۰ مترۍ تېره شوه.

د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې ډلې په خبره دوی له ټکره ډډه وکړه ځکه د ایران د سپاه بېړۍ په غیر مسلکي او ناخوندي توګه د امریکايي بېړیو له څنګه تېرې شوې.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چا ته په دې پېښه کې زیان نه‌دی اوښتی.

یوه ورځ مخکې د هرمز ستراتېژيک تنګي ته نږدې ناپېژانده وسله‌وال د هانګ کانګ په بیرغ سمبال یوې تېل وړونکې بېړۍ ته ننوتل او وروسته‌یې خوشې کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو فاکس نیوز ته ویلي چې هېواد یې د دې پېښې د ښه ځوابولو په اړه غور کوي.