ډاکتر یوسف اریوبي کورنۍ: د روغتیايي سکټور نه‌پاملرنې له امله مو ۴ غړي مړه شول

ډاکتر یوسف هغه کس چې د کرونا ویروس له امله ومړ.

د ډاکتر یوسف اریوبي کورنۍ وايي، د روغتیايي سکټور د نه‌پاملرنې له کبله‌یې څلور غړي مړه شول.

بهترین پکتیاوال د ډاکتر یوسف اریوبي ورور دی، د هغه ډاکتر ورور چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې یې دنده درلوده او روانه اوونۍ په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته ومړ.

خو د هغه له مړینې وروسته، د کرونا افت د دې کورنۍ پر نورو غړو هم راغی.

بهترین پکتیاوال پر روغتیايي سکټور نیوکه کوي چې د دوی کورنۍ ته‌یې هېڅ پام نه‌دی کړی او د افغان-جاپان روغتون چې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی، هېڅ روغتیايي وسایل او اسانتیا نه‌لري.

ښاغلی پکتیاوال وايي: "افغان-جاپان روغتون چې وايي مجهز دی، ۱۰۰ میلیون ډالر ورته ورکړل شوي، هېڅ هم نه‌لري، دغه دی بیا روان یوو خپل کور ته. فامیل مې له خطر سره مخ دی، دوه مې وروڼه او یوه مې خور شهیدان شول، زه خپله هم ښه نه‌یم، غم وکړئ، کورنۍ مې تباه شوه."

ارشیف

د ډاکتر یوسف اریوبی ورور وايي، هغه سمپلونه چې په کرونا ویروس د شکمنو کسانو څخه اخیستل کېږي په خپل وخت‌یې پایله نه‌معلومېږي او له همدې کبله‌یې ورور هم ومړ.

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا وايي، له دې موضوع خبر دي او په جدي ډول به‌یې وڅېړي.

د دې وزارت ویاند وحید مایار وویل: "په دې برخه کې لازم اقدامات نیول شوي دي، متأسفانه په ناورین حالت کې یوو. هغه ځای کې چې ستونزه ده او کم‌کاري شوې ورته رسېدنه کوو. زه بیا هم د ډاکتر صاحب اریوبي او نورو ډاکتر صاحبانو کورنیو ته تسلیت وایم او دې ستونزې ته په جدي ډول رسېدنه کوو."

د دې وزارت ویاند وحید مایار

په افغانستان کې د کرونا ویروس د یوه قرباني د کورنۍ غړی داسې مهال د حکومت له‌خوا د دې ویروس سره د مبارزې پر امکاناتو نیوکه کوي چې افغان حکومت وايي، له کرونا سره‌یې د مبارزې لپاره ۶،۶ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.

تازه مالیې وزارت یوازې په کابل کې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ د ولایت مقام په واک کې ورکړي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې مصرف کړي.

په دې اړه نور: کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ واستول شوې

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د ورغتیا وازت وایي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوازې ۳۷یې کابل ولایت کې دي او په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۴۰ ته ورسېد.

د دغه وزارت په وینا د کرونا ویروس وروستیو اعلان شویو شمېرو له مخې د لوړ عمر لرونکو په پرتله ډېری ځوانان په دې ویروس اخته شوي چې له امله‌یې ۳۰ کسان مړه شوي او ۵۴ کسان له درملنې وروسته روغ او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په دې اړه نور: عامې روغتیا وزارت: کابل کې د کرونا ویروس پېښې له اعلان شویو زیاتې دي

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په کرونا ویروس اخته کسانو کې ۲۱۶یې ښځې او ۶۲۴یې نارینه دي او اندېښمن دي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له دوی سره د ثبت شويو پېښو په پرتله لوړې دي.