د افغانستان لپاره د قزاقستان خاص استازي سره د خلیل‌زاد خبرې

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد وایي د افغانستان لپاره د قزاقستان له خاص استازي تالګت کالییف سره‌یې د سیمه‌ییز اتصال په اهمیت او ځینو نورو مسایلو خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد بېګا په خپل ټویټر دې خبرو یادونه کړې ده.

هغه لیکلي چې له خاص استازي تالګت کالییف سره همنظره و چې سیمه‌ییز اتصال او همغږي نه‌یوازې د یوې دوامداره سولې لپاره اساسي دی، بلکې د ګډې راتلونکې لپاره نړیوال ګواښونه هم ځوابوي.

ښاغلي خلیل‌زاد دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د قزاقستان له خاص استازي تالګت کالییف سره‌یې افغانستان ته د غلجاتو او غنمو د صادراتو د اهمیت او بیا پیل په اړه هم خبرې کړې دي.