سروبي کې پر کرونا ویروس د مړینې له ادعا وروسته روغتون ځانګړی شو

ارشیف

وروسته تر دې چې پرون د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس له امله د ۳۴ کسانو د مړینې ادعا وشوه، نن د عامې روغتیا وزارت هلته د کرونا لپاره یو روغتون ځانګړی کوي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي: "د سروبي په ولسوالۍ کې به یوه ځانګړې ۲۰ بستریزه څانګه جوړه شي، هغه ټول امکانات چې ورته په‌کار دي هغه به چمتو شي، همداراز به په سروبي ښار کې په هغو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه لري، دوا وشیندل شي."

ښاغلي مایار زیاته کړه چې له کابله سروبي ولسوالۍ ته یو پلاوی تللی دی ترڅو دا معلومه کړي چې هلته په رښتیا کرونا د څو تنو ژوند اخیستی دی.

د سروبي اوسېدونکي او د ولسي جرګي پخواني غړي سنګین توکلزي پرون ویلي و چې په دغه ولسوالۍ کې کرونا ویروس تر اوسه ۳۴ تنه وژلي دي.