د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په افغانستان کې د دایمي سولې په لارو چارو خبرې وکړې.
پاکستاني پوځي چارواکو د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د هڅو یو ځل بیا ملاتړ وکړ او خپله دا ژمنهیې تکرار کړه چې اسلاماباد به د افغان لانجې د سیاسي جوړجاړي لپاره خپلې هڅې مخته یوسي.
په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه پرون دا ژمنې هغه وخت وکړې چې په اسلاماباد کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.
Read our statement on today’s visit to #Pakistan by Special Representative for #Afghanistan Reconciliation Ambassador Khalilzad and General Miller: https://t.co/uMx9a5gXfn @US4AfghanPeace @ResoluteSupport @USEmbassyKabul @State_SCA
— U.S. Embassy Islamabad (@usembislamabad) April 14, 2020
زلمی خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر یوه ورځ وروسته تر دې اسلاماباد ته ولاړل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.
له پاکستاني چارواکو سره د دغو دوو جګپوړیو امریکایانو خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې ټاکل شوې ده نن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې ترڅنګ چې ناټو له خپلو غړو هېوادو سره څرنګه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په لارو چارو کې مرسته کولای شي، د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون تر دې غونډې مخکې په افغانستان کې پر اوربند او د شخړو پر کمېدو ټنګار وکړ.
هغه زیاته کړه: "موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې د دې ژمنې بشپړ درناوی وکړي چې شخړې به کموي او بشپړې هڅې به کوي چې تړون تطبیق شي او بینالافغاني خبرو ته لار پرانیزي. زه همداراز په افغانستان کې په وروستیو کې له طالبانو سره د ناټو د جګپوړي قوماندان سکاټ مېلر د لیدو کتو هرکلی کوم او د امریکا متحده ایالاتو د استازي خلیلزاد چې له طالبانو سره له نږدې په ارتباط کې دی او هڅې کوي چې د سولې بهیر ته اسانتیاوې برابرې کړي چې دا په افغانستان کې سولهېیزې حل لارې ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده."
د دوشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په کتنه کې له امریکایي لوري سره د شوي تړون د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع او د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حل لارو خبرې وشوې.
(۱/۲)نن مازدیګر د اسلامی امارت د سیاسي مرستیال اودسیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د سیاسي دفتر یو هئیت د ډاکتر زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ میلر سره ملاقات وکړ. دغه ملاقات د قطرهیواد د خارجه چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی په کوربتوب ترسره شو.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) April 13, 2020
د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ په پلازمېنه دوحه کې د شوي تړون له مخې باید افغان حکومت د طالبانو تر پنځه زره پورې بندیان خوشې کړي او طالبان د حکومت نږدې زره ته زندانیان ازاد کړي.
تر اوسه پورې د حکومت له لوري د طالبانو ۳۰۰ زندانیان خوشي شوې دي او طالبانو د ۲۰ بندي پوځیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی، خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي دي چې دا ۲۰ تنه خوشي شوي ټول ملکیان دي.