پاکستان کې د یوې جټ الوتکې غورځېدو ۳ کسان وژلي

ارشیف، پاکستان کې یوه لوېدلې الوتکه. ۲۰۱۹ کال د جولای ۳۰.

د پاکستان پوځ ویلي چې د دې هېواد یوه جنګي جټ الوتکه د روزنې د الوتنې پر مهال غورځېدلې او په‌کې سپاره درې کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په وینا دا جټ الوتکه د دوشنبې په ورځ د دې هېواد په پنجاب ایالت کې ولوېده او په‌کې سپور روزونکی له دوو پیلوټانو سره چې تر روزنې لاندې وو، ووژل شول.

د پوځ د چارواکو په وینا دې پېښې پر ځمکه مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو د سبب په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

تېره میاشت هم د پاکستان د هوايي ځواک یوه «اېف-۱۶» جټ الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال وغورځېده چې په‌کې یو پیلوټ وژل شوی و.