'د ښځو او نورو افغان وګړو حقونه او بریاوې به له پامه ونه‌غورځول شي'

د افغان سولې د مرکچي پلاوي غونډه

د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي مشر ډاډ ورکړی چې په هر ‌ډول خبرو کې به د ښځو او نورو افغان وګړو حقونه او د دوو لسیزو بریاوې له پامه ونه‌غورځول شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ملي شورا ۱۱ تنه ښځینه استازو د دوشنبې په ورځ د مرکچي پلاوي له غړو سره خبرې وکړې.

د خبرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې د سولې په وړاندې پر خنډونو، د سولې په بهیر کې د ارزښتونو په ساتلو، ټولنیز مشارکت او د ښځو په استازولۍ خبرې وشوې.

د سولې وزارت په وینا دې لیدنه کې د مرکچي پلاوي د رئیس معصوم ستانکزي سربېره، حبیبه سرابي، فوزیه کوفي او شریفه زرمتي چې د مرکچي پلاوي ښځینه غړې دي، هم برخه لرله.

د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم د تړون له لاسیک وروسته د افغان ښځو د حقونو د زیانمنېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو په برخه کې به له شتو لاسته راوړنو تېر نه‌شي.