کندهار کې د ورځې له‌خوا بشپړ ګرځ‌بندیز لګول کېږي

کندهار

په کندهار ولایت کې سره له سبا چهارشنبې (۱۳۹۹ وري ۲۷) څخه د ورځې له‌خوا د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو بشپړ بندیز لګول کېږي.

د کندهار والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، ولایتي کمېټې د دوشنبې ورځې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې ولایت کې بشپړ قرنطین نافذوي.

هغه زیاته کړه: "د چهارشنبې د ورځې له پیل څخه د روژې تر میاشتې به د اصنافو او ټولو پر مخ کاروبار د شپې له ۱۲ بجو د سهار تر شپږ بجو پرانیستی وي. د سهار له شپږو د شپې تر ۱۲ بجو به سلو په سلو کې قرنطین عملي کېږي."

د کندهار د والي ویاند په وینا روغتیايي مرکزونه، درملتونونه او نانوایان په دې محدودیت کې نه‌دي شامل.

په افغانستان کې تر هرات او کابل وروسته په کندهار کې تر ټولو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دوشنبې تر ورځې پورې په دې ولایت کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته رسېدلی.