اروپايي ټولنې د بندیانو خوشې کېدل د اعتماد جوړونې یو مثبت ګام بللی

اروپا بیرق

اروپايي ټولنې د طالبانو له بند څخه د ۲۰ تنو خوشې کېدل د دې ډلې له‌خوا له افغان حکومت سره د اعتماد جوړونې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت د دوشنبې په ورځ په پر خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو دا اقدام محدود، خو سمبولیک دی.

په دې پیغام کې د ژمنو د پر ځای کولو لپاره د بندیانو خوشې کول مهم بلل شوي دي.

اروپايي ټولنې همدارنګه ویلي، د نورو داسې اقداماتو په تمه دي چې د بین‌الافغاني خبرو پیل تر بل هر وخت رالنډ کړي.

طالبانو وړمه ورځ وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه اسیران‌یې له بند څخه خوشې کړي او په کندهار کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته‌یې سپارلي.

خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د دوشنبې په ورځ وویل، هغه کسان چې خوشې شوي غیر نظامیان دي او تر دې مخکې‌یې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې خوشې کړې وې.

که څه هم طالبان ډېر کله نیول شوي افغان سرتېري په صحرايي محکمو کې وژني، خو ویل کېږي چې دې ډلې سره شااوخوا زر تنه د امنیتي ځواکونو سرتېري او ملکي افغانان بندیان دي.