مسکو: په یوې ودانۍ کې د لګېدلي اور څخه ۱۲۰ کسان ژغورل شوي

د مسکو د اور وژني ادارې اعلان وکړ چې د مسکو په وخت د سهار شاوخوا ۶ بجې یې اور مړ کړی دی. 

د روسیې د بیړنیو خدماتو اداره وایې څه باندي ۱۲۰تنه یې په مسکو کې له هغې ودانۍ راایستلي چې اور پکې لګېدلی و.

دا پېښه نن سهار وختي د مسکو د یوې استوګنیزې ودانۍ په اتم پوړ کې شوې ده.

ویل کېږي په ژغورل شویو کسانو کې یو یې د کرونا ویروس له کبله په قرنطین کې وو.

د یادو ایستل شویو کسانو سربېره پنځه تنه هغه کسان چې په همدې آپارتمان کې بند پاته وو هم ژغورل شوي دي.

د مسکو د اور وژني ادارې اعلان وکړ چې د مسکو په وخت د سهار شاوخوا ۶ بجې یې اور مړ کړی دی.

تر اوسه په دې پېښه کې د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.