اطلاعات روز: سولې پروسه باید د جګړې له قریانیانو نه خپل مشروعیت واخلي

کابل ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه او دغه‌شان له طالبانو سره د سولې په مسایلو مقالې خپرې کړې دي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په یو تحلیلي مطلب کې د سولې روانې پروسې ته کتنه کړې او لیکلي دي چې "د سولې پروسه باید د جګړې له قریانیانو نه خپل مشروعیت واخلي."

دې ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي دي چې افغان حکومت تازه له طالبانو سره د خبرو مذاکراتي پلاوی اعلان کړی، خو په دې پلاوي کې د جګړې د قربانیانو له کورنیو هېڅوک نه‌شته.

د مطلب لیکوال ټینګار کړی چې دا سمه ده چې په پلاوي کې سیاسي څېرې او مسلکي کسان شته، خو په وینا یې په دې پلاوي کې د جګړې د قربانیانو له کورنیو هم د څو تنو موجودیت اړین دی.

لیکوال لیکلي چې د تل‌پاتې سولې ټینګښت له عدالت پرته ناممکن دی او باید افغان حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په برخه کې له خپلې خبرې په شا شوی نه‌وی.

د مطلب په پای کې ټینګار شوی چې افغان حکومت او د سولې په پروسه کې دخیل سیاسي جریانونه باید د سولې په خبرو کې د جګړې د قربانیانو موجودیت جدي اړتیا وګڼي او په ټوله کې باید په سوله کې د عدالت ټینګښت په پام کې ونیول شي ځکه د مطلب د لیکوال په باور په دې باید د انتقام اخیستلو مسئله هم له‌منځه یوړل شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي په دې کې شک نه‌شته چې کرونا یوه جدي مسئله ده، خو لیکوال ادعا کړې چې حکومت کرونا د سولې پروسې او طالب زندانیانو د خوشې کېدو په وړاندې د بهانې په ډول کاروي.

د مقالې لیکوال لیکي د کرونا ویروس په وړاندې هغه مهال ښه مبارزه کېدای شي چې حکومت او خلک دې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.

خو د سرمقالې د لیکوال په خبره حکومت لا تر دې دمه په کور دننه په سیاسي ناندریو او د واک په انحصار بوخت دی او په دې صورت کې د کرونا په وړاندې مبارزه اسانه کار نه‌دی.

ورځپاڼه لیکي له طالبانو سره د سولې خبرې اترې حکومت ته له کرونا وروسته موضوع ده په داسې حال کې چې باید دواړه مسئلې هم‌مهاله پر یو وخت پر مخ یوړل شي.

ورځپاڼې دغه‌شان د طالب زندانیانو خوشې کېدو ته هم اشاره کړې او لیکلي دي چې دا پروسه هم سسته روانه ده ان تر دې چې خوشې شوي طالب زندانیان دغه ډلې ته د منلو وړ هم نه‌دي.

  • هشت صبح

او هشت صبح ورځپاڼې د کرونا ویروس مثبتو پېښو ته اشاره کړې او لیکلي دي "په افغانستان کې د دې ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي."

ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر هېوادوال چې د کرونا معاینه مثبته ده له روغتیا وزارته ځانونه پټوي چې دا کار د ویروس د خپرېدو په برخه کې خطرناک دی.

لیکوال لیکي عامې روغتیا وزارت باید د دې کار د مخنیوي لپاره په کرونا ویروس د اخته کسانو نومونه او عکسونه اعلان کړي ترڅو نور خلک ترې ځانونه وساتي.