پکتیا کې وسله‌والو بریدګرو د افغان دولت ۳ کارکوونکي وژلي

د افغانستان عمومي نقشه کې پکتیا ولایت

په پکتیا ولایت کې وسله‌والو بریدګرو د افغان دولت درې کارکوونکي وژلي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل چې په وژل شویو کې د ګردېز د ملي امنیت ښاري مدیر هم شامل دی.

هغه زیاته کړه: "دغه برید د یکشنبې په ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې ترسره شوی دی. د ترهګرو له‌خوا چې په یوه کرولا ډوله موټر کې سپاره و د ملي امنیت د ښاري مدیر پر موټر ډزې شوې دي. نوموړی له خپل موټر چلوونکي او د ښاروالۍ له یوه مدیر سره په شهادت رسېدلي دي."

ښاغلي حسرت زیاته کړه چې د برید د عاملینو د موندلو لپاره افغان کشفي او امنیتي ځواکونه هڅې کوي.

چا او کومې ډلې تر اوسه د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.