ملي امنیت: له اسلم فاروقي سره ۲ نور بهرني وګړي هم نیول شوي

د داش نیول شوي غړي علي محمد او محمد تنویر

د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې له مشر اسلم فاروقي سره یوځای د دې ډلې د دوو نورو مهمو غړو د نیولو خبر هم ورکړ.

دا اداره په یوه بیان کې چې نن سهار خپره شوه وايي چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې بنګلدېشی محمد تنویر او پاکستانی علي محمد هم له فاروقي سره یوځای نیول شوي دي.

بیان زیاتوي تنویر چې د عمران، احمد او نصیر په مستعارو نومونو مشهور و، د داعش ډلې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د برخې مسوول او علي محمد د دې ډلې د اکمالاتو، انتقالاتو او لوژستیک د چارو مشر و.

ملي امنیت وايي چې له دې دوو کسانو او فاروقي څخه تحقیقات روان دي.

د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي تېره اوونۍ د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په کندهار کې ونیول شو او د پنجشنبې په ورځ پاکستان غوښتنه وکړه چې نوموړی دې اسلام آباد ته وسپارل شي خو د هغې ورځې په سبا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر دا غوښتنه رد کړه.