امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ایټالیا لوړ شو

تراوسه په امریکا کې له ۲۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي او تر نیم ملیون زیات پرې اخته شوي دي.

په متحدایالاتو کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ایټالیا هم لوړ شو.

تراوسه په امریکا کې له ۲۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي او تر نیم ملیون زیات پرې اخته شوي دي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرنو له مخې تر پرون ناوخته پورې په متحدایالاتو کې ۲۰ زره ۲۸۳ تنه په کرونا ویروس مړه شوي او له ۵ لکه ۲۲ زره د زیاتو کسانو ناروغي تائید شوې ده.

په کرونا ویروس تر ټولو زیات کسان په نیویارک ښار کې اخته شوي چې تر یو لک او اتیا زره اوړي.

د امریکا په دې ستر ښار کې ۶ زره ۳۶۷ تنه مړه شوي دي.