روسیه کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۳۵۸۵ ته ورسېدې

پرون روسیه کې ۱۰۶ تنه مړه شوي.

په روسیه کې چارواکو ویلي چې د مسکو ښار روغتونونه د (کووېډ-۱۹) له ناروغانو ډک کېږي او پر دې هېواد یې د کرونا ویروس د سترې جوپې د راتګ خبرداری ورکړی دی.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون د اپرېل په ۱۱مه، په ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې د مسکو د روغتونونو کارکوونکي زړه‌ور دي او تر اضطرار لاندې کار کوي.

پسکوف په مسکو او سنت پترسوبرګ ښار کې وضعیت کړکېچن وباله او ویې‌ویل چې په دې ښارونو کې د (کووېډ-۱۹) د ناروغانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

په روسیه کې پرون د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۵۸۵ ته رسېدلې وې.

ویل کېږي چې د دې ویروس له کبله په روسیه کې تر پرونه ۱۰۶ تنه مړه شوي وو.

خو یو شمېر څارونکي باور لري چې په روسیه کې چې ۱۴۵ میلیونه وګړي لري، حکومت د کرونا ویروس رښتینې شمېرې نه‌اعلانوي.