سافټ بانک ګروپ: جاپان ته په میاشت کې ۳۰۰ میلیونه ماسکونه ورکوو

ارشیف

سافټ بانک ګروپ وایي په پام کې لري جاپان ته په میاشت کې درې سوه میلیونه ماسکونه ورکړي.

سافت بانک ګروپ چې مقر یې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې دی د اپریل پر یوولسمه وویل له یوې چینایې کمپنۍ سره تر قرار داد وروسته اوس کولی شي په هره میاشت کې درې سوه میلیونه ماسکونه جاپان ته ورکړي.

دغه چینایې کمپنۍ BYD په اصل کې د برېښنایې موټرو د جوړېدو یوه کمپنۍ ده، خو اوس یې د ماسکونو جوړول هم پیل کړي دي.

د سافټ بانک ګروپ اجراییه رئیس ماسایوشی سان Masayoshi Son پر ټویټر لیکلي سافټ بانک ګروپ به دوه بیل ډولونه ماسکونه برابر کړي او زیاتوي لومړی به د روغتیایې کارکوونکو لپاره د جاپان د حکومت د ماسکونو د ټیم په همکارۍ دغه ماسکونه ورکړي.

د جاپان د حکومت د ماسکونو ټیم د کرونا ویروس له خپرېدو سره د مقابلې لپاره جوړ شوی.

د ماسکونو د رسولو بهیر د جاپان د حکومت یو له لومړیتوبونو دی چې سر له راتلونکي اوونۍ څخه به هر کور ته دوه ماسکونه ورکوي چې پریمنځل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت دا اقدام ناکافي بلل شوی او انتقاد پرې شوی دی.

حکومت دغه راز په پام کې لري په کور دننه هم اوه سوه میلیونه ماسکونه تولید کړي چې یو ځل د استفادې وړ وي.

د سافټ بانک ګروپ اجرائیوي مشر چې له چینایې کمپنیو سره د شراکت او پانګوني اوږد مهاله تجربه لري، ویلي چې چینایې BYD شرکت د ماسکونو د تولید پر یوه نوې تګلاره کار کوي.

د دغې کمپنۍ یوې ویاندې ویلي چې د BYD د ماسکونو د تولید ظرفیت په ورځ کې ۱۵ میلیونه ته رسیدلی دی.

هغې تایید کړه چې دا کمپنۍ به سافټ بانک ته ماسکونه تولید کړي.

د سافت بانک لخوا په دې درې سوه میلیونه ماسکونو کې به ۱۰۰ میلیونه داسي ماسکونه چې د ډېرو کوچنیو ذراتو د فلتر وړتیا لري او ۲۰۰ میلیونه نور عادي طبې ماسکونه شامل وي.