ایران کې کم خطره کاروبار بېرته پیل شوی

ارشیف

ایران ویلي، نن د شنبې په ورځ یې کم خطره کاروبارونه بېرته پيل کړل.

په دې ګام کې د تهران ښار شامل نه دی.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ایران پلازمېنه راتلونکې شنبې د اپریل په اتلسمه بېرته پرانستل شي.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران ولسمشر حسن روحاني له خلکو غوښتي چې د طبي کارکوونکو د سپارښتنو له لارې د ویروس مخنیوي ته کار وکړي.

د روحاني په خبره، د محدودیتونو کمول په دې معنا نه دي چې روغتیايي معیارونه او جسمي واټنونه دې نه مراعات کېږي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران د سوداګرو ټولنې حکومت ته د کم خطره کاروبار لېست ورکړی دی، د دې له مخې هغه پلورنځي او کاروبارونه بېرته پرانستل کېږي چې د خلکو حضور په کې کموي.

رسمي شمېرې ښيي چې ایران کې څه باندې اته شپیته زره کسان په کرونا اخته شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي، که دغلته قرنطین اوږد شي، ممکن څلور میلیونه کسان دندې له لاسه ورکړي.