امریکا د حزب الله د یوه قومندان پر سر لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

ویل کېږي چې کوثراني د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ډلې له وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره نژدې اړیکې درلودې.

امریکا وایي، که هر څوک داسې معلومات ورکړي چې له مخې یې د حزب الله د پوځي څانګې یو قومندان محمد کوثراني ونیول شي لس میلیونه ډالر جایزه به ورکړي.

ویل کېږي چې کوثراني د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ډلې له وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره نژدې اړیکې درلودې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له کوثراني سره د تړلو شبکو او کسانو پيدا کېدونکو اطلاعاتو ته هم پیسې ورکوي.

دغه وزارت وایي، په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو په همغږۍ کې کوثراني مهمه ونډه لري.

واشنګټن حزب الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

کوثراني په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د امریکا په تور لېست کې شامل شو.