دفاع وزارت: بدخشان کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وایي، بدخشان کې یې ۲۷وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت په وردوج او نسي ولسوالیو بریدونه وکړل چې د پلیو او هوایي ځواک په مرسته په شا وتمبول شول.

دوی وایي، وردوج کې ۱۱ او نسي ولسوالۍ کې ۱۶ طالبان په دې جګړه کې ووژل شول.

طالبانو بیا د دوی د جګړو په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګډو ځواکونو د بدخشان په وردوج کې د ملکیانو لسګونه کورونه بمبار کړي دي.