د بندرونو په پرانېستو سره لسګونه سوداګریز کانټینره افغانستان ته وارد شوي

آرشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د سپین بولدک، چمن او تورخم بندرونو له پرانېستې وروسته تر اوسه ۲۰۰ کانټینره مالونه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د دې خونې د عامه اړېکو مرستیال جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دې بندرونو ترڅنګ نور بندرونه هم د افغان سوداګرو پرمخ پرانېستل شوې دي.

نوموړي وویل، چې د دوې هڅه داده څو د افغانستان صادرات هم پیل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي،د یادو موادو په انتقالېدو سره به د بیو په کچه کې هم ټيټوالی راشي.

په همدې حال کې د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن ازادي راډيو ته وویل، چې تیره ورځ د چمن او تورخم له لارې د افغان سوداګرو ۷۳ کانټینره مواد انتقال شوي دي.

نوموړي وویل،چې د توکو ډېره برخه خوراکې توکي دي چې په بازارونو کې به د قیمتونو په بیو کې د پام وړ بدلون راشي.