د طالبانو د قطر دفتر وایي، تېر ماښام یې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د قومندان سکاټ مېلر په مشرۍ یوه پلاوي سره ناسته کړې ده.
د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر پاڼه لیکلي، دې غونډه کې له امریکایي قومندان سره د سولې د هوکړې په عملي کېدو او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه خبرې وشوې.
تیرماښام د سیاسي دفتر دهئیت او جنرال میلر ترمشری لاندې د هئیت ترمینځ د توافقنامې دتطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه تفصیلي ناسته وشوه.په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) April 11, 2020
ښاغلی شاهین وایي، دوی په غیر جنګي سیمو کې دچاپو او بریدونو په اړه هم دې امریکایي پلاوي ته وویل او له هغوی نه یې د داسې بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه.
پرون طالبانو وویل چې افغان او امریکایي ځواکونو د بدخشان په وردوج کې بمباري کړې چې لسګونه ملکي کورونه یې ویجاړ کړي دي.
امریکایي پلاوي لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکایي پوځیانو یوه ویاند سني لیګیت ویلي، مېلر له دې طالب پلاوي سره د تاوتریخوالي په راکمولو خبرې کړې دي.
نوموړي د پرونۍ غونډې نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دا غونډه د هغو لیدو کتو د لړۍ یوه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې ورته اشارې شوې.
یل پلو حزب اسلامي ویلي، کابل ته د طالبانو له ورغلي پلاوي سره سپک چلند شوی او ستونزه پیچلې شوې ده.
دغه حزب په یوه اعلامیه کې ویلي، کابل ته د طالبانو له سفره باید ښه ګټه اخیستل شوې وای او ا افغان حکومت د ښه نیت له مخې د هغوی په حضور کې زندانیان ازاد کړي وای.
په اعلامیه کې راغلي، کله چې د طالبانو پلاوی له کابله ناراضه ستون شو، نو حکومت د امریکا سفارت په غوښتنه د هغوی د زندانیانو ازادول پيل کړل.
حکومت د دوی له ستنېدو وروسته له بګرامه دوه سوه زندانیان ازاد کړل، خو طالبان وایي، هغه زندانیان چې د دوی پلاوی یې تصدیق نه کړي، خوشې کول یې دوی ته د منلو نه دي.