'افغان دولت دې د ښځینه زندانیانو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي'

ارشیف، د هرات ښځینه زندان

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل له افغان دولته غوښتي چې د ښځینه زندانیانو راخوشې کولو ته دې لومړيتوب ورکړي.

دغه سازمان د جمعې په ماښام په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي په هدف د بندیانو د راخوشې کولو په اړه د افغان ولسمشر امر باید ژر تر ژره عملي شي.

دغه ادارې اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره دا ناروغي ښايي زندانونو ته هم لاره ومومي.

په اعلامیه کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د رئیس بیرج پتنایک له قوله ویل شوي چې وايي: "۱۰ ورځې وشوې چې افغان ولسمشر د زندانیانو د راخوشې کولو امر کړی، خو تر اوسه دا کار نه‌دی شوی. د هرې ورځې له تېرېدو سره خطر مخ پر زیاتېدو دی."

په اعلامیه کې راغلي ښځینه زندانیانې په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ دي ځکه ډېری يې کوچنیان لري. د بخښنې نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندي توپیري چلند هم کېږي او له همدې کبله د ښځو د راخوشې کېدو موضوع له لا ننګونو سره مخامخ کېږي.

شااوخوا دوې اوونۍ مخکې افغان چارواکو خبر ورکړ چې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې به تر ۱۰ زرو بندیان چې ډېری به‌یې ښځې او کوچنیان وي، د افغانستان له زندانونو راخوشې شي.

د دې اقدام هدف د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی یاد شوی وو. دا فرمان له هغه بېل دی چې د طالبانو د زندانیانو د راخوشې کولو په اړه دی.