د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه کې د موټرسایکل په ګرځېدو بندیز ولګېد

ارشیف

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل ښار پنځمه حوزه کې د موټرسایکلونو په ګرځېدو بندیز ولګاوه.

د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کار یې دغې حوزه کې د هدفي وژنو، ترهګریزو بریدونو او جنایي پېښو له ډېروالي وروسته کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اکثره دا پېښې د موټرسایکل نه په ګټې اخیستنې ترسره کېږي.

پنځمه امنیتي حوزه د ښار لوېدیځ ته پرته ده چې قمبر څلور لارې، خوشحال خان او کوټې سنګي شاوخوا سیمې رانغاړي.

پولیس وايي، که هر څوک له دې امر نه سرغړونه وکړي، موټرسایکل به‌یې ضبط او قانوني چلند به ورسره کېږي.