اوپک او نور لوی تولیدوونکو هېوادونه د تېلو تولید کموي

ارشیف، د تېلو د تولید او را ایستنې یو مرکز

اوپک او د روسیې په ګډون د تېلو نورو لویو تولیدوونکو هېوادونو داسې یو پلان چمتو کړی چې له مخې یې د تېلو په تولید کې به نور کموالی راشي.

اوپک او د روسیې په ګډون د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو پرون د اپرېل په نهمه له ۹-۱۰ ساعته بحثونو وروسته خپل دغه پلان اعلان کړ او د ګروپ له غړو یې غوښتنه وکړه چې د تېلو په تولید کې د ورځې شاوخوا ۱۰ میلیونه بېرله کموالی راولي.

دې ګروپ چې اوپک پلس (اوپک+) بلل کېږي همداراز وویل، دوی تمه لري چې متحده ایالات او د تېلو نور لوی تولیدوونکي هېوادونه به هم د دوی له هغه پلان سره یوځای شي چې هدف‌یې د کرونا ویروس د وبا له خپرېدو وروسته د تېلو د بیو ثابت ساتل دي.

د تېلو بیې په نړۍ کې د دې وبا له خپرېدو وروسته په چټکۍ سره راټیټي شوې.

په مکسیکو کې د تېلو یوه فابریکه

خو اوپک پلس وايي، په دې برخه کې وروستۍ موافقه مکسیکو ته چې تر دې دمه‌یې د تولید د کمولو پرېکړه نه‌ده کړې سترګې په لاره ده. تمه ده چې په دې اړه به د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د انرژۍ د وزیرانو په نننۍ غونډه کې نور بحثونه هم وشي.

د تېلو د صنعت ځینو مسؤلو چارواکو ویلي چې حتی په ورځ کې د ۱۰ میلیونه بېرله تولید پر کمولو موافقه هم د تېلو د بیو له ثبات سره مرسته نه‌شي کولای ځکه بازار هومره ډک دی چې د څو نورو اوونیو لپاره هم د تېلو عرضې ته اړتیا نه‌لیدل کېږي.

اوپک پلس د متحده ایالاتو په ګډون چې د تېلو لوی تولیدوونکی دی له نورو تولیدوونکو هېوادونو څخه غواړي چې دوی هم د تېلو تولید د ورځې پنځه میلیون بېرله راکم کړي.

د ۲۰ لویو صنعتي هېوادونو په ټولنه «جي-۲۰» کې د روسیې استازي کیریل دمیترییف روېټرز خبري اژانس ته وویل، موږ له اوپک پلس بهر له نورو تولیدوونکو هېوادونو څخه هم په هغو اقداماتو کې د ګډون تمه لرو چې ښایي د «جي-۲۰» په نننۍ غونډه کې تأیید شي، خو متحده ایالات تر اوسه په دې برخه کې زړه نازړه پاتې شوی.

روسیه کې د بیو بدلون

د کرونا ویروس د وبا له خپرېدو وروسته چې په نړۍ کې کاروبار په ټپه ودرېد، نو تېلو ته تقاضا هم کمه شوه او په نړیوالو بازارونو کې د یوه بېرل اومه تېلو بیه چې په جنوري میاشت کې ۶۶ ډالر وه ۳۱ ډالرو ته راولوېده.

د یادونې وړ ده چې د اوپک پلس غونډه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې د وېډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.