ډېلي مېل: افغان حکومت د امریکا د مکرر شکایت تر فشار لاندې دی

ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډېلي مېل

بریتانیا چاپ ورځپاڼې، ډېلي مېل د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې لیکل شوي چې دافغانستان حکومت، له دې سره چې طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر پر شرایطو اعتراض وکړ، د پنجشنبې په ورځ وویل د طالبانو ۱۰۰ نور بندیان هم خوشې کوي.

د افغانستان حکومت د چهارشنبې په ورځ ۱۰۰ تنه له زندانه خوشې کړل.

خو د طالبانو ویاند وویل چې دا شمېر کافي نه‌ګڼي او له هغې موافقې سره هم سمون نه‌لري چې دوی له امریکا سره لاسلیک کړې ده.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د افغانستان حکومت په دې موافقه کې شامل نه‌و.

د موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۱۰مه بین‍‌الافغاني خبرې پیل شي.

خو طالبانو له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته وویل چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره باید حکومت د هغوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي او په بدل کې به‌یې دوی هم د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.

د طالبانو یو درې کسیز پلاوی د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر د څارنې او د خپلو بندیانو د تأیید لپاره د سره صلیب د نړیوالې ټولنې په منځګړیتوب کابل ته تللی و. تر څو ورځو خبرو وروسته بېرته ستون شو او ویې‌ویل چې اضافي بندیزونه او شرایط لګېدلي او دوی یې نه‌مني.

ډېلي مېل لیکلي چې محمد اشرف غني د بندیانو د خوشې کولو فرمان په داسې حالت کې ورکړی چې په کور د کرونا ویروس د خپرېدو او له بهره د امریکا د مکرر شکایت تر فشار لاندې دی چې د سولې د پروسې له سستۍ یې کوي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې چارواکي د دې وبا د خپرېدو له امله په زندانونو کې د ګډوډيو له پېښېدو اندېښنه لري.

ډېلي مېل لیکلي، اوس چې طالبان د بندیانو د ازادۍ له پروسې ووتل، دا نه‌ده معلومه چې بین‌الافغاني خبرې به څه وخت پیلېږي.

  • د ګلوبل انډ مېل

ګلوبل انډ مېل ورځپاڼې چې له کاناډا خپرېږي د بګرام پر هوايي اډه د وروستۍ راکټي حملې په اړه تبصره کړې ده.

د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) اخیستی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ورځپاڼې ته ویلي چې په حمله کې چا ته تاوان نه‌دی رسېدلی.

د ګلوبل انډ مېل ورځپاڼې هم د امریکا او طالبانو د سولې موافقې ته په اشاره کې لیکلي چې له طالبانو د امنیتي ضمانت په بدل کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو په تدریجي ډول له افغانستانه د وتلو ژمنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د وسله‌والو طالبانو ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي و چې په بګرام کې پر هوايي اډه په حمله کې لاس نه‌لري.

خو داعش اعلامیه خپره کړه چې په بګرام کې یې د هليکوپټرو د ناستې پر ځای ډز کړی و.

د داعش د خراسان برخې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د فعالیت اعلان وکړ.

د ورځپاڼې په لیکنه، د داعش د خراسان برخې د افغانستان په شمالي سیمو کې منګولې خښې کړې او د ډېرو خونړیو حملو مسؤلیت‌یې اخیستی دی.

ګلوبل انډ مېل ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې دا ډله به ښايي په افغانستان کې د دوه زره په شاوخوا کې وسله‌وال لري، خو یو شمېر افغان چارواکي شک لري چې ښايي شمېر يې تر دې ډېر وي.