بخښنې نړیوال سازمان: ایران رژیم ۳۶ بندیان وژلي

د بخښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي په دې باور دی چې د ایران رژیم ۳۶ هغه بندیان وژلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره‌یې د حکومت له‌خوا د رخصت شویو بندیانو په لېست کې نومونه نه‌و او په همدې خاطر یې غږ پورته کړی و.

د بخښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې "په څو زندانونو کې د بندیانو د ځپلو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او وژونکو وسایلو کار اخیستل شوی چې په نتیجه کې یې په یوه زندان کې لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او یو بل کس هم په یوه بل زندان کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا وهل شوی او ساه‌یې ورکړې ده."

په دې وروستیو ورځو کې د ایران په لږ تر لږه اتو زندانونو کې بندیانو په دې خاطر چې د کرونا ویروس په سبب د رخصت شویو بندیانو په ډله کې نه‌و، غږ پورته کړی و.

د ایران قضائیه قوې دا راپور نه‌دی تأیید کړی.

ایران مخکې هم د خپلو خلکو په وژلو او ځورولو تورن دی.

تر ټولو لویه بېلګه‌یې د هغو مظاهره‌چیانو ځپل او وژل دي چې د اقتصادي بې‌وزلیو او بې‌کاریو په سبب‌یې تېر لړم میاشت غږ پورته کړ، خو د حکومت له‌خوا سخت وځپل شول.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د لړم په مظاهرو کې تر یو نیم زر ایرانیان د رژیم له‌خوا ووژل شول.