د بګرام په هوايي ډګر د نن سهار راکټي بریدونو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی دی.
دې ډلې په یوه بیان کې ادعا کړې چې د بګرام په پوځي اډه کې یې د هیلیکوپټرو د ناستې ساحه یا هیليپډ هدف ګرځولی دی.
اخوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په خپله ټویټر پاڼه تأیید کړې چې په بګرام هوايي اډه نن سهار پنځه راکټونه لګېدلي دي.
Five rockets were fired at Bagram airfield early this morning. There were no casualties or injuries. Our #ANDSF partners are investigating the incident.
— Resolute Support (@ResoluteSupport) April 9, 2020
په دې ټوېټ کې ویل شوي چې چاته په دې راکټي بریدونو کې زیان نهدی اوښتی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پېښه څېړي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې داسې وخت په بګرام هوايي اډې چې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه پهکې ده د راکټي بریدونو مسؤلیت ومانه چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې یا ای اس کې مشر اسلم فاروقي او ګڼ ملګري یې څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت لهخوا نیول شوي.
د پروان د پولیسو ویاند هارون مبارز هم ازادي راډیو ته مخکې تأیید کړې وه چې د بګرام هوايي اډې ته نږدې له جان قدم کلي نه راکټونه توغول شوي و چې دوهیې په هوايي اډه کې دننه او درې یې دېوال ته نږدې لګېدلي و.
هغه ویلي و چې څوک په دې بریدونو کې نهدي ژوبل، خو مالي تاوانیې اړولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد څو ساعته مخکې په خپل ټویټر لیکلي چې په بګرام هوايي ډګر توغندیز برید دوی نهدی کړی.
په بګرام هوايي ډګر تر دې مخکې هم ډېر داسې بریدونه شوي چې اکثر یې مسؤلیت طالبانو ته راجع شوی.
وروستی وار د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۱ سهار وختي طالبانو په دوو موټربم او یوه ځانمرګي بریدګر په دې هوايي ډګر برید وکړ چې ډګر ته نږدې د هستوګنو ملکیانو له ډلې دوه کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپيان شول.