د کرونا ویروس د اقتصادي زیان په اړه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ

د سوداګرۍ نړیوال سازمان رئیس روبېرټو ازېوېډو

د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ کړی چې د کرونا ویروس له لاسه اوښتی اقتصادي زیان به د اوسنۍ زمانې تر ټولو ژور اقتصادي تاوان وي.

دا خبره د یاد سازمان رئیس روبېرټو ازېوېډو په یوه بیان کې کړې ده.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه شااوخوا نیمايي خلک په یو ډول نه یو ډول قرنطین دي او لویې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي.

ځینو هېوادونو اوس دا هڅه پیل کړې چې څنګه وکولای شي د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه چې اقتصادي چارې‌یې سختې زیانمنې کړي، اسانه کړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې یو نیم میلیون او د مړو شمېر نږدې ۹۰ زرو (۸۹۷۳۳) تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې بیا د هغو خلکو له ډلې چې په کرونا اخته دي څه باندې درې لکه او ۳۷ زره کسان بېرته روغ شوي هم دي.