افغانستان کي د کرونا ویروس ۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د هغه په خبره په دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی.

تازه پېښې ۱۰ په کابل، ۱۴ په نیمروز، ۷ په کندهار، ۴ په پکتیا، ۲ په بامیان، ۲ په بلخ او یوه په لوګر کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې یوازې یو کس په ۲۴ ساعتونو کې بېرته روغ شوی او په ټول هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې درملنه‌یې شوې او روغ شوي ۳۲ ته رسېږي.

د کرونا ویروس له لاسه په افغانستان کې د مړو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په کابل کې تدابیر جدي کړي او نن‌يې ویلي چې که په ښار کې څوک بې‌موجبه ګرځېده نیسي يې.