ملي امنیت شورا: د طالبانو ۱۰۰ نور زندانیان به نن ازاد شي

د چهارشنبې په ورځ خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي چې نن به هم ۱۰۰ نور طالب بندیان ازاد شي.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل: "د جمهور رئيس غني د لومړۍ ګڼې فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بګرام له زندان څخه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي."

پرون هم ۱۰۰ طالب بندیان د حکومت له‌خوا خوشې شوي وو.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل زیاتوي چې د پرونیو ازادو شویو بندیانو له ډلې ځيني خپل کورونو ته هم رسېدلي دي.

خو طالبان د خوشې شویو او خوشې کېدونکو بندیانو په اړه وایي چې د دوی او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې د تأیید وړ نه‌دي.

د امریکا او طالبانو په هوکړه کې راغلي چې تر پنځه زره طالب بندیان به خوشې کېږي هغه څه چې افغان حکومت‌یې په یو وار د منلو وړ نه‌بولي، بلکې وايي چې په تدریجي شکل به د سولې د مذاکراتو د پروسې د یوې برخې په توګه خوشې کېږي.