پر بګرام هوايي ډګر ۵ راکټونه توغول شوي

پر بګرام هوایي ډګر له دغه موټر شوی برید

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن سهار د بګرام هوايي ډګر په لور ۵ راکټونه توغول شوي وو.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد هارون مبارز ازادي راډيو ته وویل چې دا راکټونه له جان قدم کلي د هوايي ډګر په لور فیر شوي.

د هغه په خبره دوه راکټونه په هوايي ډګر لګېدلي چې مالي زیان‌یې اړولی، خو څوک‌یې نه‌دي ژوبل کړي.

درې نور راکټونه د بګرام هوايي ډګر دېوال ته نږدې لګېدلي دي.

د دې راکټي بریدونو مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه په خپل ټویټر لیکلي چې په بګرام هوايي ډګر توغندیز برید دوی نه‌دی کړی.

په بګرام هوايي ډګر تر دې مخکې هم ډېر داسې بریدونه شوي چې د ډېرو مسؤلیت‌یې طالبانو ته راجع شوی.

وروستی وار د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۱ سهار وختي طالبانو په دوو موټر بم او یوه ځانمرګي بریدګر په دې هوايي ډګر برید وکړ چې ډګر ته نږدې د هستوګنو ملکیانو له ډلې دوه کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپيان شول.