د طالبانو-امریکا تړون کې د بشري حقونو نه‌یادېدو په اړه اندېښنه

د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیره سیما سمر

د بشر حقونو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیره سیما سمر وايي د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو په تړون کې د بشري حقونو د نه‌یادېدو په اړه اندېښمنه ده.

دا تړون د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی و.

اغلې سمر پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه د یوې ښځې او د دې هېواد د یوې اوسېدونکې په صفت سخته اندېښمنه یم چې د متحده ایالاتو او طالبانو په موافقتنامه کې د بشري حقونو او د افغانستان اسلامي جمهوریت په اړه یوه کلمه هم نه‌ده ویل شوې."

له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې مشرې کارولین بي. مالوني ویلي و له دې ډېره اندېښمنه ده چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه کلمه هم نه‌ده راغلې.

دې او همکارانو یې دا خبره د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش جان سوپکو تر څرګندونو وروسته وکړه.

سوپکو ویلي و دا لا معلومه نه‌ده چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته څنګه دوام ورکولای شي.