د چمن او تورخم لارو خلاصېدل د افغانستان په بازار مستقیم اغېز لري

تورخم لار

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي په اوونۍ کې درې ورځې د بار وړونکو افغان موټرو پر وړاندې د چمن او تورخم لارو خلاصېدل د افغانستان په بازار مستقیم اغېز لري.

د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې اوسنیو شرایطو کې د داسې ګام اخیستل کولای شي چې د وارداتي موادو په انتقال او بازار کې د موادو د بیو په کنټرول کې مرسته وکړي.

له دې وړاندې د تورخم او چمن لارو تړل کېدلو له امله د افغان سوداګرو د سوداګریز مالونو نږدې ۱۰ زره کانټینره په هغه هېواد کې بند پاتې و، د ښاغلي نوید په وینا له دې وروسته به هغه ټول افغانستان ته را انتقال شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد به د افغانستان د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم او چمن لارې د محدود وخت لپاره پرانیزي.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان دولت د افغانستان باربري موټرو ته اجازه ورکوي چې اوونۍ کې درې ورځې د تورخم او چمن له لارې خپل سوداګریز مالونه افغانستان ته وارد کړي.