د کیماوي وسلو پر استعمال د بندیز سازمان څېړونکي ټیم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه خپل لومړنی راپور پرون چهارشنبه خپور کړ.
په دغه راپور کې د سوریې حکومت ګرم بلل شوی چې د ۲۰۱۷ کال په مارچ کېیې په مرکزي ښارګوټي اللطامنة د کلورین او سارین ګازو بمونه استعمال کړي دي.
تر دې مخکې دې سازمان یوازې ویلي و چې په سوریه کې په بریدونو کې کیمیاوي وسلې استعمال شوي، خو په زغردهیې کوم لوری نهو تورن کړی.
دغه څېړونکي ټیم ویلي چې په دې اړه چې په سیمه کې به د سوریې د هوایي ځواکونو افرادو دغه زهرجن بمونه استعمال کړي، کره او د باور وړ شواهد راټول کړي دي.
لوېدیځو هېوادونو له ډېرې مودې راهیسې د سوریې د ولسمشر بشرالاسد رژیم د دې هېواد په نهه کلنه کورنۍ جګړه کې د خپلو یاغي وسلهوالو او ملکیانو پر ضد د کیماوي وسلو پر استعمال تورن کړی دی.
روسیه او ایران چې د هغه د رژیم کلک ملاتړي دي، دغه تورونه رد کړي او یاغي وسلهوالیې ګرم بللي دي.
د دغه نوې ادعا په اړه تر اوسه دمشق عکس العمل نهدی څرګند کړی خو په دغه سازمان کې د روسیې دایمي استازي ویلي چې دغه راپور د اعتبار وړنهدی.