برني سندرز د ولسمشرۍ انتخاباتو ډګر جوبایډن ته پرېښود

سناتور برني سندرز او جوبایدن

امریکایي سناتور برني سندرز د خپلې ولسمشرۍ لپاره کمپاین وځنډاوه او خپل سیال جوبایډن ته‌یې لار هواره کړه چې د ‌ډیموکرات ګوند له‌خوا نوماند او د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ولسمشرۍ انتخاباتو کې سیالي وکړي.

۷۸ کلن سناتور سندرز په یوه وېډیویي پیغام کې د دې پرېکړې په اړه پرون خبرې کړې دي.

سندرز جوبایډن یو نېک کس بللی او ژمنه‌یې وکړه چې د هغه ترڅنګ به ودرېږي څو د روان کال په وروستیو کې ډونالد ټرمب ته ماته ورکړي.

د امریکا ولسمشرۍ انتخابات د روان کال په نومبر میاشت کې کېږي. دا دوهم ځل دی چې برني سندرز له خپلې نوماندۍ تېرېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم نوموړی هېلري کلنټن ته له خپلې نوماندۍ تېر شو.