د ۲۰۵ اتل قول اردو: په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار نقشه

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د قول اردو ویاند خواجه یحdی علوی نن د اپرېل ۸مه، په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا کسان په میانشین او معروف ولسوالیو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. عملیات د افغانستان کورنیو ځواکونو کړي دي.

علوي ویلي چې وسله‌والو طالبانو په معروف ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د حملې پلان جوړ کړی و چې شنډ شو.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.