د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان بحث پیل شوی

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

د اروپايي ټولنې مالیې وزیرانو نن چهارشنبه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرې وکړې.

د دغو هېوادونو اقتصاد د کرونا وبا بد ځپلی دی.

د اروپايي ټولنې د رئيس ویاند لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د «کوویډ-۱۹» په وړاندې د اروپايي ټولنې ستره اقتصادي پالېسي ښه پر مخ روانه ده، خو لا وروستۍ شوې نه‌ده."

ټاکل شوې ده چې نن سهار د مالیې وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته جزئیات وړاندې شي.

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.