د ازادي راډیو قرغزستان څانګې د امریکا د تحقیقي راپورونو جایزه ګټلې

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د قرغزستان څانګې ازاتیک راډیو د قرغزستان له یوې بلې وېب‌پاڼې سره په ګډه د امریکا د تحقیقي راپورونو یوه جایزه ګټلې ده.

دا جایزه دې ادارو ته د سازمان شویو جرمونو او فساد په اړه د راپورونو د لړۍ په خاطر ورکړل شوې ده.

په امریکا کې مېشت د تحقیقي خبریالانو او اېډېټرانو ادارې ای ار اي دوشنبه خبریالان ستایلي په داسې یوه هېواد کې چې خلک نه‌غواړي د فساد او جرمونو په اړه راپورونه جوړ شي د راپورونو لړۍ جوړه کړه او خلک‌یې له حقایقو خبر کړل.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د منځنۍ اسیا څانګې اکثر خبریالان وخت ناوخته په خپلو هېوادونو کې د دولت له‌خوا له محدودیتونو سره مخ کېږي او ان کله تحقیقات هم ترې شوي.