یونېسف: د ښوونځیو تړلو سوېلي اسیا کې میلیونونه ماشومان اغېزمن کړي

ارشیف

یونېسف وايي د 'کوویډ-۱۹' یا کرونا ویروس له امله په سوېلي اسیا کې له ۴۳۰ میلیونو زیات ماشومان د ښوونځیو د تړلو له امله اغېزمن شوي دي.

دې ادارې نن سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې که زیانمنو ماشومانو او ستونزمنو لارو لرونکو ځايونو لپاره د ښوونځيو د تړلو په وخت کې د زده‌کړې بل بديل برابر نه‌شي او له خپلو درسونو څخه وروسته پاتې شي، ښايي هېڅکله به هم بېرته ښوونځي ته لاړ نه‌شي.­

د نړۍ اکثرو پرمختللو هېوادونو کې د کرونا ویروس د وېرې د خپرېدو په خاطر ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، خو زده‌کوونکو ته په انلاین بڼه درسونه ورکول کېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي سوېلي اسیا د انټرنټي محدودیتونو په خاطر د انلاین زده‌کړو په لحاظ له ډېرو ننګونو سره مخ ده او په‌کار ده چې د ټلوېزیون، راډیو او نورو بدیلو لارو په اړه فکر وشي.

د افغانستان د پوهنې وزارت او خصوصي تعلیمي مؤسسو د انلاین، راډیو او ټلوېزیون له لارې د ښوونځیو د درسونو د وړاندې کولو ژمنه کړې ده.