ترکمستان په جوزجان، فاریاب او سرپل باندې برښنا پرې کړه

د ترکمستان بیرغ

د افغانستان په درېیو شمالي ولایتونو جوزجان، فاریاب او سرپل باندې له نن سهاره ترکمنستان هېواد خپله برښنا پرې کړې ده.

دا خبره د جوزجان د برښنا شرکت رئیس سید منصور پویار ازادي راډيو ته وکړه.

هغه زیاته کړه: "ترکمنستان د ځينو ستونزو په خاطر چې علت‌یې له بیات پاور سره د برښنا شرکت قرارداد دی برښنا پرې کړې. د ترکمن انرګو او زموږ د برښنا شرکت ترمنځ ستونزې پیدا شوي. هغوی غواړي د پخوا په څېر ۷۰ تر ۸۰ مېګا واټه برښنا موږ ته راولېږي، خو موږ دلته خپله تر ۴۰ مېګا واټه تولید لرو. اوس د ترکمنستان له‌خوا برښنا پرې شوې ده."

ویل کېږي چې له دې مخکې هم په دغو درېیو ولایتونو باندې د ترکمنستان برښنا پرې شوې وه.

د افغانستان ګڼو ولایتونو ته برښنا اکثره له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان واردېږي.