کابل کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي ډاکتر همکاران معاينه کېږي

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو کسانو د کرونا ازموینې کوي چې پر دې ویروس د یو فوت شوي ډاکتر سره په تماس کې وو.

ډاکتر حنیف‌الله حنیف د یو شخصي روغتون متخصص ډاکتر و چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو وروسته‌یې د دوشنبې په ورځ ساه ورکړه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو ته وویل، څه موده مخکې هغه شخصي روغتون چې ښاغلي حنیف په‌کې کار کاوه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس معاینات کوي.

هغه زیاته کړه: "مخکې له دې چې هر څه د عامې روغتیا له وزارت سره همغږي کړي، د کرونا د معایناتو کار يې پیل کړ چې روغتون ته‌یې د کرونا ناروغانو ورتګ زیات شو او دا ډاکتر پرې اخته شو. دا معلومه نه‌ده چې نوموړی د روغتون دننه یا بهر پر دې ویروس اخته شوی دی. خپله هغه ازموینې چې دې روغتون ترسره کړې وې، منفي وې، یوه اوونۍ وروسته چې نمونه د عامې روغتیا وزارت واخیسته، نو مثبته وه."

ډاکتر حنیف‌الله حنیف ۴۰ کلن و. ګڼو افغانانو د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې ده.