'پاکستان څخه د تورخم له لارې نن شااوخوا ۲۰۰۰ افغانان راستنېږي'

پاکستان څخه د افغانانو راستنېدل

په ننګرهار کې چارواکي وايي، دوی تمه لري چې نن سې شنبه به شااوخوا ۲۰۰۰ کسان له پاکستان څخه د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دوشنبې په ورځ تر زرو زیات کسان د تورخم له لارې افغانستان ته وراوښتي دي چې ټول معاینه شوي او هغوی چې مشکوک وو، قرنطین شوي دي.

هغه زیاته کړه: "نن د سې شنبې په ورځ به هم دا چاره ترسره کېږي. موږ اټکل کوو چې تر دوو زرو کسان به راستانه شي. دوی به ټول معاینه کېږي. موږ په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه‌لرو."

پاکستان د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه له څو اوونۍ اندېښنو وروسته د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تورخم لاره په موقته توګه د افغانانو پر مخ پرانیزي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل دا مهال یوازې هغو کسانو ته د تورخم څخه د اوښتو اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزې ولري.

په پاکستان کې تر اوسه تر ۳۷۰۰ زیات کسان پر کرونا ویروس اخته بلل شوي او تر ۵۰ زیات د دې ویروس له کبله مړه شوي دي.