افغانستان کې هديرې جوړېږي

ارشيف، افغانستان کې يوه هديره

په افغانستان کې د کرونا ویروس د تر خپرېدو وروسته په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې دولت د هدیرو په جوړولو لاس پورې کړ.

هغه اقدام چې د خلکو په ذهنونو یې اغېز ښه نه‌و، دوی یې ناهیلي کړي او روان‌یې ورته ځپلی دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت باید د هدیرو جوړولو پر ځای د کرونا ويروس د مخنیوي او روغتيايي امکاناتو د برابرولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د کابل ښار‌ دوه تنه اوسېدونکي متین او توفیق د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "زما نوم متین رحمت دی د کابل ښار اوسېدونکی یم هغه څه چې حکومت د هدیرو په اړه ویلي واقعیت خبره دا ده چې موږ له کرونا څخه نه له دې ډول خبرو څخه وېره لرو دا خبره موږ ته د سختې اندېښنې وړ ده او پر موږ یې سخت تأثیر کړی."

"زما نوم توفیق دی د کابل ښار اوسېدونکی یم، د حکومت وروستي اقدام په هلکه چې د مړو لپاره هدیره جوړوي د شرم ځای دی، دومره پیسې چې د کرونا ویروس سره د‌ مبارزې لپاره راغلې اخر هم زموږ مړه کېدو ته دوی په تمه دي، ولې سمه مبارزه نه‌کوي."

دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې حکومت د کابل په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړه کېدونکو ناروغانو لپاره د هدیرو جوړولو د اقداماتو خبره کړې ده.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري چې په ورته وخت کې د کرونا ویروس د اضطراري کمېټې مشري هم کوي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د هدیرو جوړول د اقداماتو یوه برخه ده.

ښاغلی حيدري زياتوي: " که حکومت دا کار ونه‌کړي راروان وضعيت همداسې دی، که زموږ خلک په حکومت انتقاد کوي تاسو خپله وګورئ چې زموږ خلک د کرونا سره څومره عادي برخورد کوي، موږ مجبوره یو د نورو اقداماتو ترڅنګ داسې ګامونه هم پورته کړو."

هغه وايي یوازې د کابل لپاره د دې ښار په څلورو خواوو کې ۵۰۰ جریبه ځمکه د هدیرې لپاره ځانګړې شوې ده.

دا اقدام یوازې په کابل کې نه‌دی شوی، بلکې په پکتیا کې هم ځايي چارواکو د هديرې لپاره شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه ځانکړې کړې ده.

د دې ولایت چارواکو ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل، دغه ګام د سختو حالاتو لپاره چې ممکن پېښ شي، نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د روغتیايي چارو یو شمېر پوهان وايي، حکومت او اړوندې کمېټې مسؤلیت لري چې د دغو اقداماتو ترڅنګ له کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي ترڅنګ د خلکو پر اذهانو هم کار وکړي او داسې څه خپاره نه‌کړي چې خلک خپله روحیه له لاسه ورکړي.

هرات کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی کس د خښولو پر مهال

ډاکتر حنیف حیران د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "غوره خبره خو دا وه چې حکومت دغه اقدامات د دې ویروس د تشخیص په برخه کې کړی وی، دا بودجه باید هلته مصرف شوې وی، په روحي ډول باندې دغه ډول اقدامات اذهان خرابوي په‌کار خو دا ده چې د مبارزې لپاره کار وشي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د دوشنبې ورځې تر غرمې پورې په ټول افغانستان کې۳۶۷ کسان په کرونا ويروس اخته شوي چې له دې شمېر ۱۰ کسه مړه شوي او ۱۷ روغ شوي دي.