د امریکا پوځ له تړون د سرغړونې په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

ارشیف،

د امریکا پوځ له طالبانو سره په قطر کې د تړون د سرغړونې په اړه د وسله‌والو طالبانو ادعا رد کړې ده.

دغه تړون د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.

د دغه پوځ ویاند ډګروال ساني لګټ د اپرېل پر ۵مه په ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له طالبانو سره تړون مراعات کړی او په دې اړه شوې ادعاوي یې بې‌اساسه بللې دي.

نوموړي دا هم لیکلي چې دا وسله‌واله ډله یعنې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او خبرداری یې ورکړی چې د قطر د موافقې سره سم دوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو دفاع ته دوام ورکړي که چېرې د طالبانو له لوري برید ورباندې وشي.

تر دې وړاندې وسله‌والو طالبانو په یوې اعلامیه کې ادعا کړې وه چې افغان او امریکایي ځواکونه په هغو سیمو کې چې جګړه‌ییزې نه‌دي هوایي بریدونه کوي او په ملکي سیمو کې عملیات ترسره کوي.

طالبانو ویلي وو چې امریکا په دې کار سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کوي.

دوی افغان حکومت هم تورن کړی چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو کې یې ځنډ راوستی.

دا هغه اقدام دی چې په بدل کې به‌یې زر افغان امنیتي ځواکونه چې له طالبانو سره بندي دي، خوشې کېږي او وروسته به بین‌الافغاني خبري پیلېږي.

افغان حکومت په تازه راپور کې د دوشنبې په ورځ وویل چې وسله‌وال طالبان د دې ډلې د هغو ۱۵ قوماندانانو خوشې کېدل غواړي چې په لویو بریدونو او بشر ضد جنایتونو کې ښکېل بلل شوي.

افغان چارواکي وایي دا غوښتنه د منلو نه‌ده.