روحاني: راتلونکې اوونۍ ایران کې واړه او کم‌خطره کارونه بیاپیلېږي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني اعلان وکړ چې له راتلونکې شنبې یعنې د حمل یا وري له ۲۳مې واړه او کم‌خطره کارونه بېرته پیل شي.

روحاني پرون داسې وخت دا اعلان وکړ چې ایران لا هم د کرونا ویروس له لاسه یو له ډېرو زیانمنېدونکو هېوادونو دی.

هغه زیاته کړه: "د اقتصادي خدمتونو او کارونو لپاره مو پرېکړه وکړه او وړاندیز تصویب شو چې د حمل/ وري له ۲۳مې د هېواد په ولایتونو کې کم‌خطره متوسط او واړه کارونه بیا پيل شي، خو له خطر ډک کارونه د حمل تر پایه ممنوع دي څو یې په اړه پرېکړه وشي."

د ورلډومېټرز وېب‌پاڼې او جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ایران کې تر اوسه پورې څه باندې ۵۸ زره کسان کرونا ویروس نیولي او له ډلې یې لږ تر لږه ۳۶۰۰ کسان مړه شوي دي.

لوېديځ هېوادونه شک څرګندوي چې د ایران په څېر هېوادونه چې ازادې رسنۍ نه‌لري او شمېرې د حکومت له‌خوا پټېږي دا به په کرونا ویروس د اخته او مړو حقیقي شمېرې نه‌وي.