ولز: که افغان مشران روان بحران حل نه‌کړي، اړيکې به دوام ونه‌کړي

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معینیت سرپرسته الېس ولز

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي که افغان مشران د روان سیاسي بحران د حل لپاره اقدام ونه‌کړي، نو له افغانستان سره به د دوی عادي اړيکې دوام ونه‌کړي.

امریکا چې د افغانستان لوی مرستندوی هېواد دی دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو له اعلان وروسته سیاسي کړکېچ دوام لري.

دا کړکېچ هغه مهال پیل شو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اشرف غني ګټونکی اعلان کړ، خو سیال‌یې عبدالله عبدالله دا نتایج ونه‌منل او موازي حکومت‌یې اعلان کړ.

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معینیت په یوه بیان کې ویلي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې له داسې یوه حکومت سره دوام کولای شي چې ټول اړخونه ګډون په‌کې ولري.

په بیان کې راغلي دي چې نړیواله ټولنه افغان مشران د حکومتوللۍ د سمون لپاره مسؤل ګڼي.

په هېواد کې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره له بهرنیو فشارونو پرته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشرانو عبدرب رسول سیاف، کریم خلیلي او یونس قانوني هڅې هم روانې دي.

دې ډلې نن په یوه بیان کې له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د دولتي پستونو لپاره د ګمارنو لړۍ بنده کړي او له ښاغلي عبدالله څخه‌یې وغوښتل چې تفاهم ته د رسېدو مهلت وغځوي.